ناروې له افغانستان سره خپله بشري مرسته ډېره کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66584
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-21

ناروې له افغانستان سره په خپله اعلان کړې بشري مرسته کې ۲۴ ملیونه ډالره زیاتوالی راوستی. د واډسم خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورج برنډ ویلي، چې هېواد به یې په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغانستان سره ۲۰۰ ملیونه ډالره بشري مرسته وکړي. تر دې وړاندې ناروې له افغانستان سره د روان کال په موخه د ۱۷۶ ملیونه امریکايي ډالره مرستې ژمنه کړې وه. بورج برنډ زیاته کړې، چې دغه پیسې به د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او ماشومانو ته د ښوونځیو په جوړولو کې ولګول شي. بلخوا هند په کابل کې له حبیبیې لیسې سره د ښوونکو د ظرفیت لوړولو او عصري سیسټم د رامنځته کولو په موخه یو ملیون ډالر مرسته کړې.