ولسي جرګه: پاکستاني پوځ خوست کې تازه امنیتي پوستې جوړې کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66586
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-21

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، پاکستانيو ځواکونو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې تازه، امنیتی پوستې جوړي کړې دي. وکیلان وایي، د پاکستان پوځ له یوې اونۍ را دېخوا د یادې ولسوالۍ د پشرلې په نوم غر پر سر نوي تاسیسات رغولي او نورو سیمو ته د پرمختګ په حال کې دي. د ولسي جرګې غړې دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغان چارواکو تېر ماښام خبر ورکړ، چې د پکتیکا په انګور اډه کې د پاکستان د پوځ له لوري جوړ شوي تاسیسات افغان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول. بل پلو د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت په لوی لاس د روزګان ولایت سقوط ته لاره اواروي او د خلکو له بیا بیا غوښتنو سره سره د دغه ولایت څلورو ولسوالیو تړل شوې لارې نه پرانستل کیږي.