پنټاګون: بې پیلوټه الوتکې ملا منصور په نښه کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66587
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-21

پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د طالبانو پر مشر ملا اختر منصور یې هوایي برید کړی او ډیر امکان شته، چې هغه وژل شوی وي. پنټاګون ویلي، یوې بې پیلوټه الوتکې یې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پر یوه موټر برید کړی، چې ویل کیږي، ملا منصور پکې سپور و. د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک ویلي، کیدای شي په دې برید کې ملا منصور له یو بل تن سره وژل شوی وي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې برید امر په خپله ولسمشر بارک اوباما کړی دی.