اوباما اسیایي هېوادونو ته خپل رسمي سفرونه پیل کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66598
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-22

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د ولسمشرۍ وروستی کال یې دی، پرون یو شمېر اسیايي هېوادونو ته خپل رسمي سفر پیل کړ. اوباما به د دې سفر په ترڅ کې لومړی ویتنام او بیا جاپان ته لاړ شي. د سیمې له هېوادونو سره په اقتصادي، دفاعي او امنیتي برخو کې د همکاریو زیاتېدل د اوباما د سفر اساسي موخې بلل شوې دي. اوباما به ویتنام ته د خپل سفر په ترڅ کې درې ورځې په دغه هېواد کې پاتې شي او له ویتنامي چارواکو سره به پر بېلابېلو مسایلو، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې وکړي. د امریکا ولسمشر به له ویتنام وروسته جاپان ته ولاړ شي او د اووه سترو صنعتي هېوادونو (G-7) په سرمشریزه کې به برخه واخلي.