داعش ډلې په عراق کې ۲۵ تنه وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66599
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-22

داعش په عراق کې ۲۵ کسه په تېزابو کې ډوب کړي او وژلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه کسان د موصل ښار اوسېدونکي وو. سرچینې وايي، داعش په عام محضر کې یاد کسان د تېزابو ډنډ ته غورځولي او وژلي یې دي. ویل کیږي، دغه کسان دولت ته د جاسوسۍ په تور نېول شوي وو. داعش ډېر کله د ډار او وېرې خورولو په موخه د وژنې بېلابېلې لارې او طریقې کاروي، چې وروستۍ هغه یې بې سارې ده.