ټیلګراف: القاعدې یو ځل بیا د افغانستان په جنوب کې خپل مرکز پرانیستی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66600
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-22

د بریټانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې القاعده شبکې د افغانستان په جنوب کې تروریستي مرکز بیا پرانیستی او له هغه ځایه په لوېدیځ کې د بریدونو د پلانولو لپاره کار اخلي. ورځپاڼه وايي، القاعده د پاکستان په قبایلي سیمو کې له څه باندې یوې لسیزې تېرولو وروسته خپل مرکزونه بېرته د افغانستان جنوب ته لېږدولي دي. سرچینې د افغانستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي له خولې، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی لیکلي؛ القاعده له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته بیا دې خاورې ته راغلې او په پام کې لري، چې پر لوېدیځو هدفونو له دې ځایه کار واخلي. سرچینه زیاتوي، چې د القاعدې ډلې د ترور مرکزونه د کندهار ښار په شاوخوا کې هم فعال دي.