نن د چابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66602
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-22

ټاکل شوې، چې د افغانستان، هند او ایران ولسمشران نن د چابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک کړي. د هند صدراعظم نرېندرا مودي تېره شپه په دوه ورځني سفر تهران ته ولاړ او ولسمشر غني هم د چابهار ټرانزیټي بندر د هوکړه لیک لاسلیکولو لپاره له قطر څخه ایران ته تللی دی. باید وویل شي، چې د چابهار بندر لومړنۍ هوکړه په ۲۰۰۳ کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوې، چې د افغانستان تر پولې د چابهار پراخول او د زرنج- دلارام لویې لارې جوړول پکې شاملیږي.