فلوجه ښار بېرته عراقي ځواکونو ته په لاسه ورغلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66604
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-23

عراقي ځواکونو د انبار ولایت فلوجه ښار له داعش وسله والو بېرته ونیوه. د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې؛ عراقي ځواکونو وړمه ورځ په دغه ښار کې پر داعش وسله والو بریدونه پېل کړل او پرون ناوخته یې ترې ونیوه. سرچینې زیاته کړې، چې د یادې سیمې د نیولو پر مهال په نښتو کې ۲۳ داعشیان او پنځه عراقي سرتیري وژل شوي دي. د عراق حکومت ډاډ ورکړی، چې ځواکونه به یې په خپل هېواد کې د داعش تر کنټرول لاندې ټولې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. باید وویل شي، چې فلوجا ښار له ۲۰۱۴ کاله راهیسې د داعش تر واک لاندې و.