زرګونه کډوال له یونان څخه بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66605
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-23

د یونان حکومت، له مقدونیې سره پر پوله له ایډومیني کمپ څخه زرگونه افغان، عراقي او سوري پناه غوښتونکي بېرته خپلو هېوادونو ته را استوي. د رویټرز اژانس د خبر له مخې؛ د یونان د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې د پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ به نن یا سبا پیل شي. په ایډومیني کې شاوخوا ٨٠٠٠ زره پناه غوښتونکي اوسیږي، چې د یونان حکومت وايي، یو به هم پرېنږدي او ټول خپلو هېوادونو ته شړي. سرچینه زیاتوي، په یادو پناه غوښتونکو کې ډېری یې د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي. د بشري حقونو د څار ادارو پر یونان غږ کړی، چې دغه پناه غوښتونکي له یاد کمپ څخه خوندي ځای ته ولېږدوي، نه د هغوی جګړه ځپلو هېوادونو ته.