د اساسي قانون له مخې دولت مکلف دی چې ملي اصطلاحات وساتي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66606
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-23

د نظامي لوړو زده کړو قانون کې د اړوندو کمېسیونو له توافق پرته د ملي اصطلاحاتو خلاف یو شمېر کلیمې زیاتې شوې دي. د قانون دغه طرحه چې د دویم ځل لپاره د نصاب د نه بشپړېدو له امله له تصویب څخه پاتې کیږي، یوشمېر وکیلان یې د اساسي قانون خلاف بولي. د ولسي جرګې غړي وایي، د قانون اختلافي ماده کمېسیونونو ته نه ده استول شوې، خو په ګډ کمېسیون کې د یو شمېر مشخصو وکیلانو په غوښتنه د پوهنتون او پوهنځي لپاره د دانشګاه او دانکشدې کلیمې ذکر شوې دي. د اساسي قانون له مخې دولت مکلف دی، چې ملي اصطلاحات وساتي، خو د ولسي جرګې د نوې طرحې پر اساس د نظامي لوړو زده کړو په قانون کې د پوهنتون لپاره چې ملي اصطلاح بلل شوې په دری ژبه دانشګاه کارول شوې ده.