د طالبانو تر منځ د نوي مشر پر سر بحثونه روان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66608
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-23

سرچینې وايي، د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې مخالفتونه نور هم زیاتېدای شي. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د سیمې استخبارات له څه مودې راهیسې هڅه کوي، چې یاده ډله په څو نورو ډلو وویشي او د ملا منصور تر وژنې وروسته د رهبرۍ پر سر اختلافات هم ډېرېدای شي. په همدې حال کې د ملي شورا غړي په پاکستان کې د ملا منصور وژنه په هغه هېواد کې د وسله والو ډلو د پټنځایونو او فعالیتونه لوی ثبوت بولي او غوښتنه کوي، چې حکومت باید په دې تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي. په ورته مهال د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، چې وسله وال مخالفان او مشران یې په هیڅ ځای کې خوندي ندي او سوله ییز ژوند ته د راګرځيدو لپاره دې د سولې خبرو ته غاړه کیږدي. ویل کیږي، چې د ملا اختر منصور تر وژنې وروسته اوس د نوموړي د ځای ناستي پر سر د طالبانو تر منځ بحثونه روان دي.