کابل کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66609
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-23

د کابل ښار د دولسمې امنيتي حوزې اړوند احمد شاه بابا مينه کې د يوې کورنۍ څلور غړي د خپل زوم له لوري وژل شوي دي. د احمد شاه بابا مينې اوسيدونکي وايي، دغه پېښه نن سهار د لسم بلاک په اتمه کوڅه کې شوې ده. دوی زیاته کړې، يوه زوم د خپل خسر په کور کې د کلاشينکوف په ډزو خپله خواښې، خسر، ميرمن او اوښی وژلي او وروسته تښتيدلی دی. د کابل پوليسو هم دغه پېښه تصديق کړې او ويلي يي دي، چې د پېښې عاملين نيول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.