خلیلزاد: د طالبانو د مشر وژل، پاکستان کې د امریکا د بریدونو پېل دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66611
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-24

په افغانستان کې د متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي د پاکستان په اړه د امریکا پالیسي بدله شوي او اسلام اباد ته د واشنگټن صبر په تمامېدو دی. خلیلزاد له امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، په بلوچستان کې د طالبانو د مشر وژل، د متحده ایالاتو د بریدونو پېل دی او ښايي دېته ورته نور عملیات هم وشي. نوموړی زیاتوي، چې د ملا منصور له منځه وړل پر پاکستان د فشار زیاتولو معنی لري. د متحده ایالاتو دغه پخواني ډیپلوماټ غوښتي، چې امریکا، نړېوال بانک، نړېوال وجهي صندوق او نور بنسټونه باید له پاکستان سره هر ډول اقتصادي مرستې بندې کړي.