پاکستان: د منصور وژل کېدل د DNA تر پایلو وروسته تاییدوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66613
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-24

پاکستان وايي، تر هغو چې بلوچستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید کې د وژل شوي کس د ډي این اې معایناتو پایلې نه وي راغلي، د ملا منصور د وژل کېدو خبر نه شي تاییدولی. دغه څرګندونې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان تېر ماښام په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې. نوموړي زیاته کړه، له امریکا، افغانستان او د طالبانو د ځينو مشرانو لخوا ورته مالومات رسېدلي، چې وژل شوی کس ملا اختر محمد منصور دی، خو وايي پاکستان به يې تر هغه په رسمي توګه ونه مني چې د ډی این اې پایلې نه وي راغلي. چودري نثار علي خان ویلي، چې که وژل شوی کس ملا منصور وي، نو دده له پاسپورټه ښکاري چې په ورستیو کې يې د ایران، افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو سفرونه کړي دي.