ایران سره د اوبو د ستونزې د حل په موخه یو کمیسیون ټاکل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66614
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-24

ایراني چارواکو له افغان حکومته د هلمند او هریرود سیندونو د اوبو د برخلیک مالومولو او وېش غوښتنه کړې ده. د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وایي، چې په دې اړه یو کمیسیون ټاکل شوی، چې له ایران سره د اوبو د وېش په تړاو ټول پخواني او اوسني اسناد وڅېړي او د ملي شورا تر مشورو وروسته به پلاوی له ایراني لوري سره مذاکرات پیل کړي. پر هریرود سیند د هند ـ افغانستان د دوستۍ بند «سلما بند» تر جوړېدو وروسته ایران د افغانستان د اوبو پر وېش نیوکه لري. د شنونکو په وینا، ایران په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د هرې وړې او لویې هڅې جدي مخالف دی.