ولسمشر له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا په اړه نوی فرمان صادر کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66615
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-24

له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا د مزي مسیر ټاکلو په اړه د ګومارل شوي کمیسیون له څېړنو او وړاندیزونو وروسته ولسمشر غني د دې پروژې په اړه نوی فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې ویل شوي، چې له دوشي څخه به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا بامیان او مرکزي ولایتونو ته ولېږدول شي او د بامیان په اشپیشته کې به سب سټېشن ورته جوړیږي. د ولسمشر په فرمان کې دغه راز راغلي، چې په دې پروژې دې کار له راتلونکې چنګاښ میاشتې پیل او د ۱۳۹۸ لمریز کال تر لیندۍ پورې بشپړ شي. ټاکل شوې، چې له شمال څخه تر جنوب پوري د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لېږدولو تخنیکي او تدارکاتي کارونه په دوو نیمو کلونو کې بشپړ شي.