اوباما یو ځل بیا وویل، چې طالبان به ژر خبرو ته راونه ګرځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66618
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-27

د امریکا ولسمشر بارک اوباما بیا ځلي ویلي، چې دی ګومان نه کوي په نژدې راتلونکي کې به طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي او وايي اټکل کېږي، چې دوی به له تاوتریخوالي ډکه اجنډا پر مخ بوځي. اوباما دغه څرګندونې جاپان کې د جي اووه غونډې تر پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره وکړې. هغه تر دې یوه ورځ مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې طالبان به افغانستان کې تاو تریخوالي ته دوام ورکړي. اوباما یو ځل بیا ویلي، طالبانو کې به داسې څوک نه وي، چې خبرو ته کښېني.