پوتين: روسيه به پر مسلمانانو د نړيوالو فشارونو په وړاندې مبارزه وکړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66620
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-27

د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین وايي، روسیه د اسلامي نړۍ ډاډه متحد هېواد دی او دوی چمتو دي، چې په نړۍ کې پر مسلمانانو د فشارونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي. نوموړي د روسیې او اسلامي نړۍ د ستراتیژیک لرلید ډلې شپږمه ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې هېواد یې په نړېوالو اړیکو کې د عدالت د اصولو او د قانون د رعایت په اړه د اسلامي هېوادونو د دريځ هر کلی کوي. پوتین هیله څرګنده کړه، چې دغه ناسته کې به د روسیې او اسلامي نړۍ هېوادونو د اړیکو پراختیا ته لاره هواره شي.