پاکستان کې د ایران سفیر: د طالبانو پالنه نور هېوادونو کوي، ایران نه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66621
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-27

په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنردوست وايي، د طالبانو پالونکي او روزونکي "نور هیوادونه" دي او ایران هیڅکله د طالبانو ملاتړ نه دی کړی. هنردوست نن په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې د خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې ایران له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. نوموړي هغه راپورونو هم رد کړل چې ګواکې د طالبانو وژل شوی مشر ملا اختر منصور له ایرانه د پاکستان خاورې بلوچستان ایالت ته اوښتی و. اسلام اباد کې د ایران سفیر دا خبرې تر هغه وروسته کوي چې تېره شنبه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د يوه امريکايي بې پیلوټه الوتکې برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژل شو. پاکستان ویلي و، ملا اختر منصور ددغه هیواد جعلي اسناد لرل او له ایرانه پاکستان ته اوښتی و، خو ایران دا ادعا رد کړه.