روسیه: د ترکیې په ملاتړ په حلب ښار کې د النصره ډلې ګڼ شمېر جنګیالي آزاد ګرځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66626
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-28

روسیه وايي، د النصره ډلې نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي په حلب ښار کې د ترکیې په ملاتړ ازاد کرځي. د روسیې د دفاع وزارت سرچینو ویلي، چې په سیمه کې د دغو جنګیالیو شتون د اوربند لپاره خنډ جوړولای شي. د آر ټي خبري اژانس د راپور له مخې؛ حلب کې د اوربند له پېلېدو سره سره په یو شمېر سیمو کې نښتې شوې دي. سرچینه زیاتوي د حلب په شمالي برخو کې داعش جنګیالو ۵ کلي نېولي او پر سوري ځواکونو یې څو ځایه بریدونه هم کړي دي. روسیې ویلي، چې که څه هم سوریه کې سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو زیاتوي، چې د ښکېلو هېوادونو له تګلارو داسې نه ښکاره چې په هغه هېواد کې دې جګړه ژر پای ته ورسیږي.