په عراق کې د فلوجې ښار د نیولو لپاره عملیات روان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66634
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-29

د عراق حکومتي ځواکونو له فلوجې نه د داعش ډلې د شړلو عملياتو کې پرمختګ کړی دی. دوی چې د امريکا هوايي بريدونو ملاتړ او شيعه ملېشې هم ورسره ملګرې دي، د بغداد لوېديځ پنځوس کیلومترۍ کې يې د دغه ښار څنډو کې ځينې سيمې نيولې دي. ویل کیږي، چې عراقي ځواکونو د ښار شاوخوا ټولې سیمې نېولې او یوازې مرکز یې د داعش وسله والو په ولکه کې دی. بلوجه له دوو کلونو راهیسې د داعش وسله والو په لاس کې ده، چې له همدې ځایه د عراق په نورو برخو کې بریدونو پلانوي. د راپورونو له مخې شاوخوا ۵۰ زره خلک لا تر اوسه په دې ښار کې بند پاتې دي.