د ليبيا سمندرغاړې ته د کښتیو د چپه کېدو له کبله د ګڼ شمېر کډوالو د مرګ وېره شته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66635
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-29

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي په تېرو څو ورځو کې د ليبيا سمندرغاړې ته نژدې د کډوالو د کښتيو د ډوبېدو په پېښو کې له ۷۰۰ زياتو کسانو د مرګ وېره ده. اروپا ته د تلونکو کډوالو دغه کښتۍ د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د ايټاليا په جنوب کې ډوبې شوې دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادراې د وياند کارلوټا سمي په وينا د چارشنبې په ورځ د کښتيو د ډوبېدو له امله ۱۰۰ کډوال ورک شوي دي. د دغه وياند په وينا، د چارشنبې په ورځ د ليبيا له بندرونو تلونکې کښتۍ د پنجشنبې پر سهار چپه شوې دي، چې نور ۵۵۰ کډوال په کې لادرکه شوي. نوموړی وايي، درېيمه پېښه د جمعې په ورځ شوې چې په ترڅ کې يې ګڼ کسان ډوب شوي دي.