له پاکستان سره د سرحدي ستونزه په اړه خبرې دوام لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66636
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-29

ملي دفاع وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د سرحدي ستونزو د هواري لپاره خبرې دوام لري. د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ومنله، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ او خوست په ځینو سیمو کې یو ځل بیا سرحدي سرغړونې کړي دي. نوموړی وایي، کومې ستونزې چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پاکستاني ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي، د زغم وړ نه دي او د هواري لپاره یې هڅې کېږي. د کونړ امنیه قوماندان او یو شمېر قومي مشرانو تېره ورځ وویل، چې پاکستاني ځواکونه په سرحدي ولسوالیو سرکاڼو او مروره کې نږدې یو کیلو مټر د افغانستان خاورې ته داخل شوې دي. بل پلو ویل کیږي، چې پاکستاني ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهیسې له خوست سره تړلې لارې هم تړلي او ویل کیږي، چې د ډېورنډ په صفري نقطه کې یې د تاسیساتو پر جوړولو پېل کړی.