داعش ډله په افغانستان کې لا هم پیاوړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66638
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-29

ویل کیږي، داعش ډله په افغانستان کې نه ده ځپل شوې بلکې داسې هڅې کیږي، چې یاده ډله په کوچنیو ډلو وویشل شي او بیا د یوه واحد هدف لپاره، خو په جلا جلا هویتونو د جګړې ډګر ته راووځي. د افغانستان په ختیځ کې وخت ناوخته پر هغو سیمو هوایي بمبارۍ کیږي چې داعش ډلې پکې سر راپورته کړی و، خو د هغوی د جنګیالیو مړي نه د سیمې خلکو په سترګو لیدلي او نه هم رسنیو ته ښودل شوي دي. شنونکي وایي، داعش ډلې د بدنامۍ او زور له لارې په افغانستان کې هغه رول او ځای ونه موند، چې ددې پروژې عملي کوونکو قوتونو ورته ټاکلی و، خو اوس په یوه ستراتیژیک سکوت کې د نویو جنګیالیو په جلب و جذب سره په وړو هویتونو د بیا ځل لپاره د سر راپورته کولو په حال کې دي. ویل کیږي د داعش جنګیالي اوس تر ډیره د کونړ په غرونو او تیرا کې دیره شوي او د خلافت خراسان، حرکت اسلامي ازبکستان او مجاهدین ترکستان شرقي په نوم د نویو هویتونو په خپلولو سره د فعالیتونو د بیا پیل لپاره تیاری نیسي.