کابلوف: له دې وروسته له طالبانو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66639
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-29

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او د هغه پر ځای د هبت الله اخوندزاده له ټاکل کېدو وروسته له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکوي. ضمیر کابلوف د روسیې له ایزویستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې په غیر مستقیم ډول د امریکا له لوري د منصور پر وژل کېدو نېوکه کړې او ویلي یې دي، اخوندزاده پوځي قوماندان نه دی او غالباً سراج الدین حقاني او ملا قیوم به د جګړې برخلیک ټاکي. ده همداراز، زیاته کړې، دوی په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ بوولو او د روسیې د ملي امنیت د ټینګښت لپاره له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکوي. له بلې خوا د روسیې د سیمه ییزو چارو د انستیتیوت عمومي رييس دیمیتري ژوراولف هم ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي، چې هبت الله اخوندزاده د طالبانو دریځ نه شي بدلولی، خو هیله یې څرګنده کړې، چې دا ډله به خامخا یوه ورځ د سولې خبرو ته کېني.