له وزیرستانه د جګړې له وېرې یو شمېر خلک افغانستان ته را کډه شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66640
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-30

په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د پیل له وېرې له دغې سیمې یو شمېر کورنۍ بیا افغانستان ته راکډه شوې دي. د خوست ولایت د سرحدي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په دې وروستیو کې لسګونه کورنۍ له ډیورنډ فرضي کرښې دېخوا را اوښتي او د خوست په ځینو سیمو کې یې اړولي دي. ویل کېږي دغه کورنۍ په شوال او کرمه ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو د پیلېدو له وېرې بې ځایه شوې دي. پاکستان په دې وروستیو کې یو شمېر لارې تړلې او داسې ویل کیږي، چې د هغه هېواد پر ضد جنګیالیو د ځپلو نیت لري.