ابراهیمي: حکمتیار باید له دې وروسته بې وسلې شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66641
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-30

ولسي جرګې پر حکومت غږ وکړ، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته سمدلاسه بې وسلې کړي. د جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وايي، ویل کیږي، چې حکمتيار د ځان لپاره د ۲۰ زرو وسله والو غوښتنه کړې، چې دا د سولې په معنا نه ده او نوموړی بايد له وسلې سره رانه شي. د جرګې نور غړي هم ادعا کوي، چې حکمتیار په امنیتي او دفاعي لیکو کې د خپلو ۲۰ زرو کسانو د ځای پر ځای کولو ویلي، چې دا کار ښايي د هېواد پر زیان تمام شي. دوی زیاتوي، حکومت بايد حکمتيار سیاسي بهیر ته له راتګ وروسته سمدلاسه بې وسلې کړي.