اذربايجان له افغانستان سره د ژورو اړیکو غوښتونکی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66643
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-30

د اذربايجان ولسمشر وايي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ د همکاریو د پراختیا نوی پړاو پیل شوی او هېواد یې له افغانستان سره د ژورو، ستراتیژیکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي دغه څرګندونې په پلازمېنه باکو کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره په کتنه کې کړې دي. په دې کتنه کې د اذربایجان ولسمشر په ډاګه کړې چې هېواد یې حاضر دی، له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو د ټولو هوایي اړتیاو د پوره کولو، د پيلوټانو د روزلو او د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د اړتیاوو پوره کولو په برخو کې همکاري وکړي. هغه د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د افغانستان ثبات اړین بللی او زیاته کړې یې ده، چې اذربایجان له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا ته ژمن دی.