ایران کې د سترو ترهګریزو بریدونه مخه نېول شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66757
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-20

د ایران استخباراتي چارواکي وایي په تهران او د هیواد په ځینو نورو ښارونو کې یې د غټو بریدونو پلان شنډ کړی دی. د ایران د استخباراتو وزارت په اعلامې کې ویل شوي، چې " تکفیري" تروریستي ډلو پلان درلود چې په راتلونو څو ورځو کې په ایران کې غټ بریدونه وکړي. په اعلامیې کې د ملي امنیت د شوار د منشي علي شمخاني له قوله ویل شوي چې " د هیواد په څو ښارونو د بریدنو پلان جوړ شوی و. " شامخاني زیاته کړې، امنیتي ځواکونو دغه بریدونه شنډ کړي او ترهګر یې د چاودیدونکو موادو او بمونو سره یو ځای نیولي دي. خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو رسنیو د استخباراتي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې ایران کې " تر اوسه په دې کچه د غټو بریدونو پلان نه و جوړ شوی. "