حامد کرزي هېواد کې د تېرې ورځې بریدونه وغندل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66759
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-20

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل او بدخشان کې د تېري ورځې خونړي بریدونه چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول په کلکو ټکو وغندل. تېره ورځ په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۱۴ نیپالي وګړي و وژل شول او شاوخوا ۱۰ کسه نور ټپیان شول. دغه راز تر دې پېښې څو ساعته وروسته د کابل د ولایتي شورا پر غړي عطا الله فیضاني چاودنه وشوه، چې له کبله یې یو کس مړ او د نوموړي په ګډون څو نور ټپیان شول. د بدخشان په کشم کې هم چاودنې ۱۰ ملکي وګړي و وژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل. د کرزي له دفتره په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روژې مبارکې میاشت کې د افغانانو د بدخواهانو دغه کار د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف دی. هغه د لوی خدای (ج) له درباره د دغو پېښو قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې جمیل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کړې.