پېښور کې دوکاندارانو او سوداګرو د افغانانو د شړلو غوښتنه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66760
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-20

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې یو شمېر دوکاندارانو او سوداګرو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې افغان کډوال افغانستان ته وشړي. دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېد؛ افغان حکومت نمک حرامه، ځئ افغانانو ځئ، افغان حکومت د را او سي ای اې اېجنټ شعارونه ورکول. لاریون کوونکو له پاکستاني حکومته وغوښتل، چې د افغان کډوالو د مېشتېدو موده دې نوره نه غځوي او افغانستان ته پر تګ راتګ دې هم محدودیتونه ولګوي. باید وویل شي، چې تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر نښتو وروسته له فرضي پولې پورې غاړې د مېشتو افغانانو ژوند تر بل هر وخت ډېر له ستونزو او کړاوونو سره مخ شوی دی.