سرتاج عزیز: د افغانستان لپاره خپله خاروه کې له طالبانو سره جګړه نه شو کولای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66761
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-20

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، هېواد په خپله خاوره کې له طالبانو سره د افغانستان لپاره جګړه نه شي کولای. عزیز د پاکستان له دولتي تلویزیون (پي ټي وي) سره په مرکه کې ویلي، امریکايي چارواکي فکر کوي، چې پاکستان له حقاني شبکې او طالبانو ملاتړ کوي، نو ځکه له اسلام اباده غواړي چې د دغو ډلو پر وړاندې خپله خاوره کې جګړه وکړي. نوموړي د افغان سولې په اړه ویلي، که طالبان افغانستان نه شي نیولی نو تر کلونو پوري جنګ کولی شي، خو موخې ته رسېدو لپاره ښه لاره خبرې اترې دي. هغه یو ځل بیا اعتراف کړی، چې پاکستان، افغان طالبان د سولې خبرو ته حاضرولی، خو پر وړاندې یې د افغانستان لپاره خپله خاوره کې جګړه نه شي کولای.