امریکا، افغانستان سره په ملکي برخه کې یو ملیارد ډالره کلنۍ مرسته اعلان کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66763
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-22

امریکا اعلان وکړ چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ پورې به پر افغان امنیتي ځواکونو سربېره افغانستان سره په ملکي برخه کې د کال یو ملیارد ډالره اضافي مرسته ورکړي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد اولسن په اتلانتیک کونسل کې وویل، متحده ایالتونه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې خپل رول ته دوام ورکوي، خو تر څنګ یې ملکي برخه کې هم مرستو ته ځان ژمن بولي. اولسن وویل، پر هغو ۳ ملیارد ډالرو سربېره چې هر کال به یې افغان ځواکونو ته ورکوي، ولسمشر بارک اوباما تر ۲۰۲۰ پورې په ملکي برخه کې د کال د یو ملیارد ډالره اضافه مرستې اعلان کړی دی. ده همداراز تایید کړه، هیڅ امکان نه لري، چې اوباما په روان ۲۰۱۶ م کال کې په افغانستان کې د خپلو موجودو ۹۸۰۰ سرتېرو شمېر کم کړي.