طالبانو هلمند کې له تښتوول شوو کسانو ۲۰ یې خوشې کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66765
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-22

وسله والو طالبانو د هلمند له ګرشک ولسوالۍ له تښتول شویو کسانو څخه ۲۰ تنه نور خوشې کړي دي. طالبانو پرون سهار د هرات – کندهار د لویې لارې په اږدو کې له دریو موټرو څخه شاوخوا ۲۷ تنه ښکته او له ځانه سره وړي وو. د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک ویلي، وسله والو طالبانو له تښتول شویو کسانو څخه ۲۰ تنه خوشې کړي. هغه زیاته کړي، چې خوشې شوو کسانو په سیمه کې د ملی اردو پوستو ته ځانونه رسولي دي. دده په وینا اوس یوازي پنځه تنه له وسله والو سره پاتې دي او ویل کیږي چې هغوی يي د لښکرګاه څلورمي حوزې باباجې ته بیولي، چېرته چې طالبان میشت دي. دغه مسافر پرون سهار له کندهار څخه هرات ته پر لاره وو چې د ګرشک په مهاجر بازار سیمه کې طالبانو له یوه ۳۰۳ او دوو ټېلرو موټرو ښکته او له ځانه سره بوتلل.