اروپايي ټولنې پر روسیې د لګولو بندیزونو پر دوام هوکړه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66767
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-22

اروپايي ټولنې هوکړه کړې، چې پر روسیې لګېدلي بندیزونه نور هم وغځوي. د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو شاوخوا دوه کاله وړاندې وروسته له هغې پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګول، چې کرېملین د اوکراین د کریمیا سیمې د خپلولو دعوه وکړه. دپلوماتیکي سرچینې وایي تېره ورځ په بروکسیل کې د اروپايي اتحاد استاځو په دی هوکړه کړې، چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پایه به پر روسیې لګېدلو بندیزونو ته دوام ورکړي. روسیه د اروپايي توکو مهم مصرفي هېواد دی، چې ویل کیږي، د یادې ټولنې له لورې پرې لګېدلو بندیزونو په خپله هغوی ته هم زیان اړولی دی.