غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66773
سیداحمد پیمان
دخبریدو نیټه : 2016-06-25


 که داور په سرو لمبووي ژوند به تير شي
 که په څوکوو دازغو وي ژوند به تير شي

 دوطن په پسرليـــــــو خزان ګــــــــډشــــــو
 دسورګل او شين چمن رنګ به مي زيړشي

 ستا نادودي به وي تل تر تله پاتــــــــــــــه
 خوله به چپه کړم هو زړه باندي به تيرشي

 که زخمونه دي په يو بل پسي جوړ کړه
 ټول دردونه به په يو مرگي مي هير شي

 ورځ دبلي نه بدتره راروانــــــــــــــــــــه
 دازل ليکونه ټول راته گنډير شـــــــــــي

 دپيــــــمان غزل دي زخم باندي کيږدي
 څوک چه واړه ليونيو کي راگير شـــــــي