موږ دوږخیان یو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66785
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-06-25

موږ به هیڅ وخت دجنت مخ ونه وینو په عقبا
 ځکه جنت مو نه کړ وطن لکه نورو په دنیا
 جنت دهغو لپاره دی چې ځان ته جنت جوړوي
 ددنیا د دوزخیانو هم دغه دوږخ دی بله دنیا
***
زموږ په وطن کې لوچکان قانون بدلوي
 هر خیرن د ځان دبقا لپاره صابون جوړوي
 چې دلوچک خوښه وي نظام باچاهي سي
 که باچا نه سو ځان ته صدراعظمي ننګوي
***
زه یم وطن زمااولاد زما قرضدار دی
 زماماستر اولیسانسه زوی بیکا ر دی
 بی سواده په مصلحت مقرریږي
 مسلکي په بې مسلکو کې څه په کار دی