وکیلان: افغان سرتېري د حکومت د ناکامې امنیتي ستراتیژۍ بیه پرې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66787
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

ولسي جرګه وايي چې د حکومت امنیتي ستراتیژي ناکامه ده او افغان سرتېري هره ورځ له همدې کبله قرباني ورکوي. د ولسي جرګې د غړو په وینا د حکومتي ادارو ترمنځ نه همغږۍ هم د دې لامل شوې ده چې وسله وال مخالفین یو شمېر سیمې ونیسي. ولسي جرګه وايي، افغان سرتېري هره ورځ د حکومت د ناکامې امنیتي ستراتیژۍ قرباني ورکوي. د ولسي جرګې غړي وایي، د هېواد لویې لارې تر بل هر وخت ډېرې نا امنه شوې دي او د امنیتي او دفاعي ادارو کمزوري د دې لامل شوې چې وسله وال مخالفین خپل فعالیتونه د هېواد تر ټولو خوندي سیمو ته هم وغځوي. ولسي جرګې پرون د امنیتي موضوعاتو په اړه د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي ریاست چارواکي استجواب کړي وو. په پرونۍ غونډه کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د حکومت روانه جنګي ستراتیژي ناکامه وبلله او وایي چې اړوند امنیتي ادارې په خپل منځ کې هېڅ راز همغږي نه لري. د ولسي جرګې غړو دغه راز له پاکستان سره د د سټندرد عملیاتي پروسیجر یا (اېس.او.پي) د برخلیک په تړاو هم له حکومت څخه وضاحت وغوښت. د جرګې غړي قدیر خروټي د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د تاسیساتو د جوړولو په اړه وویل پاکستان د تورخم ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د تاسیساتو او د روازو په جوړلو لاس پورې کړی. خو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو وویل، د تورخم په ګډون په نورو سرحدي ولایتونو کې پاکستان ته د تاسیاستو جوړولو اجازه نه ورکوي، خو په وینایې هڅه کېږي چې دغه موضوع د سیاسي جوړجاړي له لارې حل کړي. ولسي جرګه داسې مهال له پاکستان سره د سټندرد عملیاتي پروسیجر په اړه د وضاحت غوښتنه کوي چې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار د شانګهای غونډې په ځنډه کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د سرحدي مسایلو د حل لپاره د یوه مکانیزم په جوړولو هوکړه کړې ده. د ولسي جرګې غړو په لویه لارو کې د برمته نیونو د پېښو په اړه هم له چارواکو څخه وضاحت وغوښت. د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي وویل، د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او اوس دغه ډله غواړي د برمته نیونې له لارې خلک و وېروي. بلخوا د ملي امنیت ریاست مرستیال وویل، چې طالبان له پخوا کمزوي شوي او د ملا اخترمحمد منصور له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشري حقاني شبکې په لاس کې اخیستی چې د مالي ستونزو له امله د اوږدې جګړې توان نه لري.