د سوریې اپوزیسیون: افغانستان دې سوریې ته د خپلو جنګیالیو د استولو مخه ونیسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66789
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

د سوریې د حکومت مخالفې ډلې له افغان حکومته په یوه لیک کې غوښتي، چې هغه هېواد ته دې د جګړې په موخه د افغانانو د استولو مخه ونیسي. رسنیو د دغه لیک پر اساس خبر ورکړی، چې ایران شاوخوا ۸ زره افغانان سوریې ته د جګړې په موخه استولي دي. د سوریې حکومت د مخالفې ډلې په دغه لیک کې ادعا شوې، چې افغانان د سوریې په جګړو کې د عامو خلکو په بې رحمانه وژنو او جنګي جنایتونو کې ښکېل دي. د دغه لیک په یوه برخه کې د سوریې حکومت ضد انقلابي ځواک د مشر هیثم المالح له خولې راغلي “ښاغلی ولسمشر، دغه جنګیالي او افغان ملیشې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ایران لخوا د مذهبي انګیزې پر اساس سوریې ته را استول کیږي”. المالح زیاته کړې، چې دغه افغان وګړي له حکومت سره اوږه په اوږه د عامو خلکو پر وړاندې په ډېرې بې رحمۍ او وحشت جنګیږي. لیک کې ویل شوي، چې د سوریې خلک له افغانستان سره اوس او راتلونکې کې د ښو اړیکو تمه لري، نو په دې اساس دې افغان حکومت هغه هېواد کې د خپلو جنګېدونکي وګړو غم وخوري.