ډیپلوماټان: اوباما دې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر نه کموي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66790
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

افغانستان کې درېو پخوانیو لوړپوړو امریکايي ډيپلوماټانو یو ځل بیا له بارک اوباما غوښتي، چې دغه هېواد کې دې د خپلو سرتېرو شمېر نه کموي. ډان فېلډمن، جېمز ډابنز او مارک ګروسمن، چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۵ کلونو افغانستان او پاکستان کې د امریکا د خاصو استازو په توګه پاتې شوي، له اوباما غوښتي، چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په اړه له خپلې پرېکړې تېر شي. د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې له مخې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر چې دا مهال ۹۸۰۰ دی، د روان کاله تر پایه ۵۵۰۰ ته راټیټ شي. ډیپلوماټانو افغانستان کې د طالبانو وروستیو فعالیتونو او د داعش حضور ته په اشارې پر اوباما غږ کړی، چې که د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي، دا به افغانستان او امریکا، دواړو ته ناوړه پایلې ولري. باید وویل شي، چې وروستیو کې پر اباما افغانستان کې د پرېښودونکو امریکايي سرتېرو د شمېر پر سر فشارونه ډېر شوي دي.