هند یو ځل بیا پاکستان په سیمه کې پر بې ثباتۍ تورن کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66792
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

هند په جمو کشمیر کې پر خپلو امنیتي ځواکونو د یوه برید په غبرګون کې یو ځل بیا پاکستان تورن کړی، چې هند او سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي. تېره شنبې په جمو کشمیر کې د هند پر امنیتي ځواکونو، لشکر طیبه ډلې برید وکړ، چې له کبله یې اته سرتیري و وژل شول. د هند د کورنیو چارو وزیر، راجنات سنګ، په دې برخه کې پاکستان ملامت کړ او ددې ډول بریدونو مسؤل یی وباله. هغه د یوې ناستې پر مهال ویلي، تندلاري او ګاونډی هیواد په دوامداره توګه هڅه کوي چې هند او سیمه بې ثباته کړي. نوموړي د پاکستان پر ځوان نسل غږ کړی، چې د خپل هېواد مشران د ترهګرۍ له ملاتړه وګرځوي.