عراقي ځواکونو فلوجه ښار له داعش ډلې پاک کړی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66793
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-26

عراقي ځواکونه وايي، فلوجه یې له داعشه پاکه کړې او له یادې ډلې یې وروستۍ سیمه هم نېولې ده. دغه سیمه جولان نومېږي، چې د عراقي ځواکونو د ویاند عبدالوهاب الساعدي په وینا فلوجه کې د داعش تر ټولو لوی مرکز پکې و. الساعدي زیاته کړې، چې د فلوجې ټول ښار یې له داعش ډلې په بشپړه توګه پاک کړی دی. داعش ډلې پر دغه ښار له ۲۰۱۴ کال راهیسې راج درلود، چې تېره میاشت یې عراقي ځواکونو د بیا نیولو په موخه عملیات پېل کړل. ویل کیږي، چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۱۸۰۰ داعشیان وژل شوي دي.