یو شمېر وکیلان د استیضاح په پلمه له وزیرانو باج اخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66796
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-28

ولسي جرګه وايي، یوشمېر وکیلان د استیصاح غوښتنې په لاسلیکونو سره له وزیرانو باج اخلي. دغو غړو د خپلو شخصي غوښتنو او پر چارواکو د فشار اچولو لپاره تازه لارموندلې ده. د ولسی جرګې غړي وایي، ځينې وکیلان د استیضاح په پلمه له وکیلانو لاسلیکونه راټولوي او پر چارواکو له فشار او باج اخېستنې وروسته له خپلو لاسلیکونو بېرته پر شا کېږي. کابو هره اونۍ د کابینې د یوه وزیر داستیضاح لپاره فورمه لاس په لاس کرځول کېږي او د کافي لاسلیکونو له راټولو وروسته دغه پاڼه د فشار وسیلې په توګه په پټه مخامخ اړوند چارواکي ته استول کېږي. وکیلان په دې ډول په چارواکو خپلې شخصي غوښتنې مني او د باج له اخیستو وروسته په پټه له خپلو لاسلیکونو بېرته پر شا کېږي. د ولسي جرګې رییس وایي، استیضاح د وکیلانو حق دی، خو له دې لارې د شخصي معاملو ترسره کول د جرګې لپاره د شرم وړ خبره ده. په ورته مهال د ولسي جرګې غړي حکومت د امنیتي وضعیت په مهارولو کې په پاتې راتلو تورنوي او وایي دد اعش له لوري په ننګرهار ولایت کې وروستي بریدونه د حکومت ناغیړي په ګوته کوي. د ولسي جرګې غړي وړاندیز کوي چې د امنیتي وضعیت د سمون او شته ستونزو ته د مناسبې حل لار لپاره باید ژر تر ژره دودیزه جرګه راوبلل شي. د و لسي جرګې له لوري پر یوشمېر وکیلانو داسې مهال د فساد تور لګول کېږي چې ویل کېږي وزیرانو ته د باور رایې ورکولو پرمهال د کمپاین په نامه د وکیلانو ترمنځ پیسې لاس په لاس کیږي.