اسرایلو او ترکیې د خپلمنځي تاوتریخوالي پر پایته رسولو هوکړه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66798
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-28

اسرایل او ترکیه د خپلمنځي شپږ کلن تاوتریخوالي د پایته رسولو په موخه یوې هوکړې ته رسېدلي دي. د دغې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د لسو ترکي کارکونکو وژل کېدو له کبله راپورته شوی شپږ کلن تاوتریخوالی پای ته ورسیږي. د هوکړې له مخې به له ترکیې نه فلسطیني سیمو ته د مرستو رسولو او ودانیزو چارو تر سره کولو اجازه وي. اسراییل به د وژل شویو کارکونکو کورنیو ته ۲۰ میلیونه ډالره تاوان هم ورکوي. اسراییل او ترکيه نژدې متحدین وو، خو د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت کې اسراییلي کوماندو ځواکونو پر هغې ترکي کښتۍ ډزې وکړې، چې غزې ته روانه وه.