"لس ورځې له داعش سره" کتاب چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66806
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-06-30

دا اثر د آلماني خبريال يورگن تودنهوفر لخوا ليکل شوی او افغان ورځپاڼه ليکونکي محمد زبير شفيقي پښتو ژبې ته ژباړلی. د کتاب ليکوال د داعش قلمرو ته د ابوبکر بغدادي په کتبي اجازه داخل شوی دی او نوموړي ددې خطرناکې او بې رحمه ترهگرې شبکې په اړه خپلې خاطرې ليکلې دي، نوموړي په لومړيو کې د داعش پيدايښت، عناصر او عوامل بيانوي ورپسې د لويديز موخې بيانوي او همدارنگه ليکوال د خپلې ارزونې په پای کې داعش ټول بشريت ته يو ستر خطر او د اسلام د بدنامۍ سبب گڼي. نوموړی کتاب اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی او لوستونکي کولای شي په مناسبه بيه يې له اکسوس کتاب پلورنځي ترلاسه کړي.