غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66833
خلیل منتظر
دخبریدو نیټه : 2016-07-05

 

نوراني مخ دی هر لوری ته رڼا کړي
 لمر شپوږمي واړه له شرمه مخ پنا کړي
 خدایږو ولی می و خوب ته زړه نه غواړی
 وایم هسی نه یو څوک دی راڅه غلا کړي
 ته چی نه یی له اسمانه کاڼی اورئ
 ستا راتګ ټوله ګلونه په خندا کړي
 زلیخا ستا په عشق کی خپل خدای هیرکړ
 یو دیدن دی د یعقوب سترګی بینا کړی
 و چی دښتي ټوله فرش سی په ګلونو
 بلبلان هم ترانې ستا د ښکلا کړي