غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66834
بصيرالحق عادل
دخبریدو نیټه : 2016-07-05

غزل

څومره چې ژر نزدې کېدلې ورځې شپې اختر ته
زه هم خپه ومه او ته هم ژړېدې اختر ته
دلته په هر کور کې به مړی و، زخمي به پروت و
له دغه غمه ما ونکړلې جامې اختر ته
ورور يې يتيم، وراره يتيم، خوری يتيم پاتې شول
دغې جينۍ لاسونه پښې نه کړلې سرې اختر ته
پر وچو شونډو د جانان که مسکا وغوړيږي
تکل مې کړی چې نکريزې به ور وړې اختر ته
مونږه د يو بل سره ناست يو خو موږ ژاړو ځکه
عادله راغلې دلته شاوخوا جنازې اختر ته
۱۳۹۵ل / ۴ / ۱۴
د روژې وروستۍ ورځ