اسلام او جګړه- شهر رمضان الذی انزل فیه القرآن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66840
عبدالرحمن فرقانی
دخبریدو نیټه : 2016-07-04


 روژه په اسلامي تاریخ کې یوه د رباني عظمت څخه ډکه میاشت ده، په اسلامي تاریخ پورې اړوندې ټولې هغه اساسی او برخلیک ټاکونکې پېښې چې د بشریت په هدایت کې پرېکنده اثر لري، د بشریت ژوندانه ته یې بدلون ورکړي او انسانیت یې د بېلابېلو خدیانو له عبادت او بندګۍ څخه ژغورلی، د روژې پر عظمت او سپڅلتیا دلالت کوي په روژه کې  د قرانکریم دنزول حادثه هغه برخلیک ټاکونکې حادثه ده، چې انسان د جاهلیت او بغاوت له تورو تیارو څخه د نور او هدیت رڼا ته رایستلی دی " شهر رمضان الذی انزل فیه القران .... "هغه لارښود او دستور چې الله تعالی د انسانی ژوندانه د تنظیم و ترتیب لپاره بشریت ته غوره کړی دی،  په روژه کې د قدر د شپې حادثه هم د بشریت په تاریخ کې یوه اساسی او ارزښتناکه حادثه ده، هغه شپه چې تر رزهاوو شپو غوره شپه ده،  هغه شپه د کایناتو د خالق او د مځکې پرمخ د بشریت ترمنځ د پیوستون او وصال شپه ده ، هغه درسول الله صلی علیه وسلم پرسپیڅلی زړه باندې د قران دنزول شپه ده ، هغه د یوې لویې اوبا عظمته پیښې شپه ده ، هغه پیښه چې د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې د حقایقو لوری ته او دانسانیت په ژوندانه کې د هغې لوی او لوړه اغیزه ساری نه لري ، او دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې .  دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په کامله اوپوره توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .  او د رسول الله غزاګانې او اسلامي فتوحات دي،  چې د رسول الله ص د عملي سیرت لویه برخه تشکیلوي او په عملي توګه یې هغه مهال د اصحابو کرامو د اخلاقو او کړنو په تهذیب کې ژور اغیز درلود . هم د اساسي او بنسټیزو پیښو څخه دي
خو د لوېدیځ فکری استعمار تل د اسلام د بدنامول لپاره غواړي په خلکو کې د اسلام اړوند شکونه او ابهامونه پیدا کړي، چې په دې اړه مختلفې قضیه په مغرضانه او منافقانه ډول مطرح کوی کله د ښځې  د حقونو او موقف په نامه غوغا را پورته کوي او کله د بشر د حقونو په نامه واویلا وایی  او کله  په اسلام کې د مساوات او برابرۍ د نقض مساله پورته کوي  او کله هم  د لوېدیځ فکري استعمار د غزاګانو او جنګ مساله مطرح کوي او وايي : چې اسلام د جبر او زور دین دین او په خلکو د تورې تر سیوره لاندې په زور او جبر  باندې منل شوی دی او د اسلام فتوحات او غزاګانې د خلکو د ثروتونو د غارتولو لپاره تر سره شوې دي ...
خو که موږ وګورو اکثرا د رسول الله ص په وخت کې غزاګانې او اسلامي فتوحات د دې لپاره تر سره شوې چې بشریت د اوهامو ، ګمانونو ، بغاوت او جاهلیت څخه چې هغه مهال په بشري ټولنه باندې حاکم وو و ژغوري د دې لپاره تر سره شوې چې انسان د انسان له بندګۍ څخه خلاص کړي
• په اسلام کې جنګ او جګړه هم د دې لپاره نه ده تر سره شوې تر څو د نورو خلکو ثروتونه غارت شي ، خلک د خپل دین څخه بې لارې شي، خلک د معیینو استعماري ځواکونو تر اثر لاندې پاتې شي، د ضعیفو ملتونو برخلک د استعماري ځواکونو په لاس کې ولوېږي، په ټول کې جنګ او جګړه د لوېدلیو مادي ارزښتونو لپاره په لاره واچول شي.. بلکې په اسلام کې جنګ او جګړه هم د لویو رباني ارزښتنو لپاره په لاره اچول کېږي د اعلی کلمه الله  تر څو د الله تعالی دین  اسلام د ټول بشریت لارښود شي، څرنګه چې الله تعالی د ټول بشریت لپاره غوره کړی دی، د اسلامي دعوت په لاره کې څوک خنډ نه شي .. موږ که د اسلامي فتوحاتو په اړه  د غرب بې بنسټه  ادعا وګورو او څيړو چې وایی : اسلام د زور دین دی د تورې په زور پر خلکو منل کېږي، نو په حقیقت کې د اسلام خطاب بیا داسې نه دي  قرانکریم خطاب کوي او وایی: ( لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغی ...) د دین په منلو کې اجبار نشته  او عمر رض کوم یهودی ته د اسلام د منلو دعوت ورکړ خو کله چې هغه د عمر دعوت و نه مانه عمر رض پرې اجبار او اصرار و نه کړ. او دا مبارک آیت یې تلاوت کړ(لا اکراه فی الدین قد تبین ارشد من الغی...) بنا دا مطلب  په اسلام پورې تړل بي ځایه ادعا ده حال دا چې مسیحیانو کله په بیت المقدس فلسطین کې خپله جګړه رسما د صلیب تر عنوان لاندې اعلان کړه او کوم مهال به چې د جګړې ډګر ته وتل په غاړه کې به یې د صلیب علامه ځوړنده کړې وه ، تر څو د دین په نامه د جنګ انګیزه وښیي ... او د بیت المقدس کوچې یې د مسلمانانو او بې ګناه خلکو پر وینو داسې ډکې کړې وې، چې د آسانو پکې لامبو وهله ...
اسلام نه غواړي په زور پر چا اسلام د دین په حیث و مني، د کوم معیین شخص ، او قوم ته د اقتدار سپارلو لپاره جنګ وکړي او کومه سیمه د دغه هدف لپاره فتحه کړي. نو بیا ټول هغه جنګونه نه مني چې د دغو راز دینی تعصب لپاره تر سره کېږي. خو صلیبیان خپل ټول جنګونه د اسلام د خپراوی د مخنیوی لپاره په لاره اچولي دي، که تر هر عنوان لاندې نوموړي جنګونه تر سره شوي خو په پای کې د یوه هدف لپاره چې د اسلام دخپراوي مخه ډب کړي.
• اسلام نه غواړي، چې د اقتدار د سپارلو لپاره جنګ وکړي، ملتونه او قومونه یوازې د تعرف او پېژندګلوۍ لپاره تقسیم شوي دي.په اسلام کې هیڅ څوک تر هیچا برتریت او افضلیت نه لري، که د افضلیت لپاره کوم معیار شته په اسلام کې هغه تقوا ده چې انسان الله تعالی ته نېږدې کوي. نو له دې ځایه اسلام ټول هغه جنګونه او جګړې نه مني چې د لساني، قومی او یا سمتي تعصب پر بنیاد تر سره کېږي. اسلام د کوم شخص قوم او ملت د ستاینې لپاره جنګ ته جواز نه ورکوي او یا د شهرت او پر نورو د واکمنۍ لپاره جنګ ته جواز نه ورکوي.
• اسلام د غنایمو تر لاسه کولو او ثروتونه د غارتولو لپاره جنګ او جګړې ته جواز نه ورکوي، څرنګه چې د لوېدیځ استعمار د تاریخ په اوږدو کې د همدغه هدف لپاره خپلې جګړې د اسلامي امت پر وړاندې تر سره کړې دي او همدا اوس د موږ او تاسو په زمانه کې دا راز جنګونه په عراق، سوریه، یمن، لیبیا، افغانستان  او ټوله اسلامي نړۍ کې جریان لري، که څه هم چې په عراق کې فیزیکی حضور نلري، خو خپله جګړه یې رسما هلته د صلیب تر عنوان لاندې د دیني تعصب پر اساس پیل کړه، د جنګ او جګړې تداوم ته یې داسې زمینه سازي کړې ده ، چې هغه واحده منبع چې د عربی هېوادونو د اقتصاد د پیاوړتیا ضامنه کېدای شي خپل اهمیت داسې له لاسه ورکړي، چې تقریبا په وړیا توګه د غرب اقتصادي او صنعتي ماشین ګرځوي زما مراد د عربانو تیل دي اوس تیل د ۱۴۰ دالرو څخه یوازي ۳۰ دالرو ته رالوېدلی دی ، ایا دا د ملتونو د ثروتونو غارتول نه دي؟ په افغانستان کې د جنګ د تداوم له امله د افغانستان معادن او ذخایر په رمزي بیه د هېواد څخه نه غارتېږي...
خو اسلام د جنګ او جګړې لپاره یو اساسی هدف لري، چې رسول الله (ص) یې په هکله داسې ویلي دي : ( من قاتل لتکون کلمه الله هی العلیا فهو فی سبیل اللله..) هغه څوک چې د اعلا ې کلمه الله لپاره جنګ کوي هغه د الله تعالی په لار کې جګړه ده. خو د رسول الله ص مقصد او مفهوم په دغه حدیث کې د کلمه الله څخه څه دی؟ باید د هغه ص په مطلب پوه شو: الله تعالی وایی ( ان الدین عندا الله الاسلام ..) او ( ومن یبتغ غیر الاسلام دینا فلن یقبل منه...) د اعلا کلمه الله څخه مراد دا دی، چې اسلام د قناعت او خوښې پر اساس ومنل شي نه د زور او جبر پر اساس ( وادع الی سبیل ربک بلحکمه و الموعظه الحسنه و جادلهم بالتی هی احسن ..) دعوت باید د حکمت او ښې رویې پر اساس تر سره شي.
خلاصه جنګ د اسلام په لار کې په دو صورتونو کې تر سره کېږي:
1. کله چې کوم مادي او استعماري ځواک د اسلام د خپراوي په لارکې ودرېږي، کوم دین چې الله تعالی د ټول بشریت لپاره غوره کړی دی. او د دعوت حق د مسلمانانو څخه واخیستل شي، ځکه اسلام ته د دعوت حق او آزادي باید سلب نه شي مسلمانان د قران په حکم (کنتم خیر امه اخرجت للناس تامرون بالمعروف و تنهون عن المنکر.... ) مکلف دي، چې د اسلام دعوت تر ټول بشریت ورسوي، خو بیا د دین په منلو کې خلک آزاد دي..
2. او یا کوم مادی او استعماري ځواک هغه خلک چې پخپله خوښه او رضا یې اسلام منلي دې ته اړباسي چې د اسلام څخه لاس په سره شي ، اسلام د زور او جبر په نتیجه کې پرېږدي .. دلته باید د دغو خلکو د دفاع په خاطر وسله پورته شي .. په اسلام کې اسلامي فتوحات او د رسول الله غزاګانې د همدغو دو هدفونو لپاره تر سره شوې دي.
په پای کې باید ووایو چې په اسلامي هېوادونو کې ټولې جګړې او جنګونه د لوېدیځ د لوېدلیو مادي ارزښتونو لپاره په لاره اچول شوې دي او لوېدیځ غواړي له دغه لارې څخه د اسلامي نړي ثروتونه غارت کړي، د انکشاف او پرمختګ او پراختیا لړۍ پکې ځنډنۍ شي، د حوکومتدارۍ چارې د نظم او نسق څخه ووځي ، نظام او قانونیت خپل اهمیت او اغیز له لاسه ورکړي  او داسلام سره د ترهګرۍ او تروریزم ناوړه ښکارنده و نښلوي، موږ مسلمانانو ته په کار ده، چې کوم جنګونه چې د اسلام د جنګي فلسفې سره سمون نه لري او لوېديځ ته موکه په لاس ورکوي چې له نوموړو جګړو څخه د اسلام او مسلمانونو پر ضد ابزاري استفاده وکړي، دغه راز جنګونه ته د پای  ټکی کېږدو، عوامل یې وپېژنو او په هر قیمت ثبات او ټیکاو خپلو ټولنو ته راستون کړو ...  
او اخر دعونا عن الحمد للله رب العالمین ..