په تخار کې غیر مسوولې وسله والې ډلې شخصي زندانونه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66919
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-19

د تخار په ناامنیو کې د پخوانيو جهادي قوماندانو تر مشرۍ لاندې غیر مسئول وسله وال لاس لري. د تخار مدني فعالان وايي چې دغه غیر مسوول وسله وال د ولسمشر د لومړي مرستیال ملاتړ له ځان سره لري او د تخار په مختلفو برخو کې یې آن شخصي زندانونه هم جوړ کړي، خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر بیا دغه ادعاوې نه مني. مدني فعالان وايي د پیرام قل ضیايي په نوم پخوانۍ جهادي قوماندان چې د ولسمشر د لومړي مرستیال ملاتړ له ځان سره لري او د هغه په امر یې وسله والې ډلې جوړې کړې په تخار کې شخصي زندانونه لري، په مختلفو پلمو پر خلکو ظلمونه کوي او د تخار ټولې ولسوالۍ یې ناامنې کړې دي. مدني فعالان وايي چې دغه کس په تخار کې د نورو جهادي قوماندانو ملاتړ هم له ځان سره لري او آن والي ته د دغه ولایت د سقوط ورکولو ګواښونه کوي. د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش هم په تخار کې له روان وضعیت اندیښنه ښیې او هلته په شته ناامنیو کې د ولسي پاڅون تر نامه لاندې غیر مسوول وسله وال ګرم بولي. دا په داسې حال کې د هیواد په شمال کې د ډيرۍ ناامنیو او تیر کال د کندز د سقوط اصلي عاملین همدغه غیرمسئولې وسله والې ډلې بلل کیږي.