د سولې عالي شورا: حکومت لا هم له اسلامي حزب سره د سولې خبرو ته ژمن دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66920
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-07-19

د سولې عالي شورا یو وار بیا دا ردوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شوی او وایي حکومت دې ته چمتو دی څو د سولې بهیر له حزب اسلامي سره مخته یوسي. د دغې شورا ویاند امین الدین مظفري وویل چې دوی مقابل لوري ته په تمه دي څو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي. حکمتیار د اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي. خو لا هم د سولې په اړه د شوو خبرو برخلیک نه دی معلوم. په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم ځينو رسنیو ته ویلي چې تمه کیږي دواړه لوري تر راتلونکو دوو اونیو پورې درېیم ځلي د سولې خبرې پیل کړي.